د پولیو پر وړاندې د واکسین دویمه ورځ؛ د طالبانو روغتیا وزارت یې خلک همکارۍ ته بللي

د پولیو پر وړاندې د واکسین یوه څنډه - ارشیف

نن سه شنبه په ټول افغانستان کې د پولیو ضد واکسین د څلور ورځني کمپاین دویمه ورځ ده.

په پام کې ده چې په دې کمپاین کې یوولس میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت له کورنیو غوښتي، چې د خپلو ماشومانو د واکسین په برخه کې همکاري وکړي.

په داسې حال کې، چې تېر کال په افغانستان کې د پولیو یوازې دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې، خو سږ کال پنځه پېښې په دغه هېواد او هغه هم په ننګرهار کې ثبت شوې دي.

د پولیو ناروغي له افغانستان او پاکستان پرته په ټوله نړۍ کې له منځه تللې ده.

پوليو يا ګوزڼ يوه ساري ناروغي ده او درملنه نه لري او د واکسيناسيون په واسطه يې مخه نيول کيداى شي