ملګري ملتونه: روان کال مو افغانستان کې ۱۱۳ مرستندوی کارکوونکي نیول شوي

د بشري مرستو د ترلاسه کولو لپاره را ټول افغانان او شاوخوا ته یې د طالبانو امنیتي ځواکونه - ارشیف

ملګري ملتونه په افغانستان کې په روان کال کې د بشري مرستو د رسولو پرمهال د خپلو ۱۱۳ کارکوونکو د نیول کېدو خبر ورکوي.

د م. م د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، دې لاسوهنو په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو چارې له خنډ سره مخامخ کړې دي.

د اوچا د راپور له مخې، د دې لاسوهنو موارد د سږني کال په اګست میاشت کې ۱۵ ته رسېدل چې ترټولو زیات وو، او د م. م د کارکوونکو د تګ راتګ او زیانګالو سیمو ته د موادو د لېږد مخنیوی پکې شامل وو.

اوچا زیاتوي چې سږني موارد د تېرکال د همدې مودې پرتله په سلو کې ۷۳ زیاتوالی ښيي.