د اسراییلو برید کې دوه فلسطینیان وژل شوي

د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د وسله والو ناندریو یو تصویر

د فلسطین خبري اژانس وفا (WAFA) وايي، په لوېدیځه غاړه کې د فلسطین دوه وګړي نن سهار د اسراییلي ځواکونو په حمله کې وژل شوي دي.

اژانس وايي، دغه دوه کسان په طولکرم کې د نور شمس په نوم د کډوالو په کمپ کې د عملیاتو پر مهال پر سر په ډزو ویشتل شوي دي.

د اسراییل پوځ وايي، یو سرتېری یې د شخړو پر مهال برسېرن ټپي شوی دی.

د اسراییل پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي د دوی پوځیانو په یوه ودانۍ کې د سوق او ادارې یو مرکز کشف او په زیاته پیمانه چاودېدونکې وسیلې ضبط کړي دي.