د اوکراین د غنمو دویمه کښتۍ د تور سمندرګي له لارې ترکیې ته ورسېده

تصویر له ارشیفه، یوه کښتۍ چې د اوکراین توکي په تور سمندرګي ترکیې ته لېږدوي

د اوکراین په غنمو بار دویمه کښتۍ نن یکشنبه د تور سمندرګي له لارې ترکیې ته ورسېده.

د سمندري ټرافیکو څارونکو ویبپاڼو ویلي، که څه هم روسیې خبرداری ورکړی و، چې له خپل ګاونډ څخه پر هر ډول تېرېدونکې کښتۍ به حمله کوي، خو دغې کښتۍ بیا هم ترکیې ته ځان رسولی دی.

په دې کښتۍ کې ۱۷زره ۶۰۰ ټنه غنم بار و، چې تېره جمعه د اوکراین د چورنو-مورسک ښار له بندره د مصر په نیت روانه شوې وه.

اوکراین بې له دې چې د نړیوالو اوبو له لارو کار واخلي، یوه نوې سمندري لار ازمويي، چې د ناټو د غړو هېوادونو بلغاریا او رومانیا له خوا کنټرولېږي.

وروسته له هغې چې روسیه د اوکراین د غله جاتو د صادراتو له هغه تړون نه چې د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب ورباندې موافقه شوې وه، ووتله، اوکراین پر بدیلو لارو غور پیل کړ.