د خوړو نړیوال پروګرام: د افغان بشري ناورین دروند بار د ښځو او ماشومانو پر اوږو پروت دی

یو شمېر بېوزله افغان ماشومان - ارشیف

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت د دوام دروند بار د ښځو او ماشومانو پر اوږو پروت دی.

دغې ادارې نن په خپل اېکس شبکه کې لیکلي، د بودیجې د کموالي له کبله څه باندې یو ملیون میندې او ماشومان د خوارځواکۍ په وړاندې د تغذیې مرسته نه شي ترلاسه کولی.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، روان میلادي کال په افغانستان کې ۲۹ ملیونه او دوه لکه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او نږدې ۸۰ فیصده کورنۍ د ځانونو مړولو لپاره پیسې یا هم خواړه پور کوي، چې له کبله یې ګڼې کورنۍ په پورونو کې ډوبې شوې دي.