افغانستان کې سبا د ګوزڼ پر وړاندې د ماشومانو واکسین پیلیږي

د واکسینو د یوه مخکیني کمپاین تصویر - ارشیف

تمه کېږي، سبا دوشنبه د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین ورکولو کمپاین پیل شي.

د پولیو فري افغانستان (Polio Free Afghanistan) په نوم بنسټ په خپل ویبسایټ کې نن خبر ورکړی، چې تر راروانې پنج شنبې به دغه کمپاین له ارزګان ولایت پرته په نورو ولایتونو کې عملي کېږي.

دغه بنسټ چې د ملګرو ملتونو بېلابېلې ادارې یې ملاتړ کوي، له افغان کورنیو غوښتنه کړې خپل هغه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، د ګوزڼ په وړاندې واکسین کړي.

دا چې په ارزګان کې ولې دغه کمپاین نه عملي کېږي، وضاحت نه دی ورکړل شوی.

په دې تازه کمپاین کې ماشومانو ته A ویټامین هم ورکول کېږي.

روان میلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ پنځه مثبتې پېښې شوي، چې ټولې په ننګرهار ولایت کې دي.