د ازبکستان او متحده عربي اماراتو استازو په کابل هوایي ډګر کې طالب پلاوي سره خبرې کړي

کابل نړیوال هوایي ډګر - ارشیف

د طالبانو د حکومت چارواکو د ازبکستان او متحده عربي اماراتو له استازو سره د ترانزیت او نورو مسایلو په اړه خبرې کړي.

باختر خبري اژانس چې طالبان یې اداره کوي، راپور ورکړی چې دا درې اړخیزه غونډه پرون (د تلې په لومړۍ نېټه) د کابل په هوايي ډګر کې جوړه شوې وه او په ترڅ کې یې د هېواد د کانونو د استخراج، ترانسپورت، ترانزیت او له جنوبي او مرکزي آسیا سره د اورګاډي د پټلۍ له لارې د افغانستان د نښلولو په اړه خبرې وشوې.

دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف او د اروپايي شورا رییس شارل میشل په خپله وروستۍ کتنه کې، د اورګاډي د هغې پروژې پر اهمیت ټینګار کړی،

دغه پټلۍ، له ترمز ښار څخه مزارشریف ته او له هغه ځایه پېښور ته غځول کېږي.