د اشارې ژبې نړیواله ورځ؛ له زده کړو محرومه معلومه افغانه: په زده کړو پسې لکه یخ وېلې کیږم

له زده کړو محرومې شوې یو شمېر افغان نجونې - ارشیف

نن د سپټمبر ۲۳مه، د اشارې ژبې له نړیوالې ورځې سره برابره ده؛ چې شمېر معلولیت لرونکو کسانو سره د ټولنیز اړیکو په برخه کې ډیره مرسته کوي.

د اشارې ژبه د افغانستان په ګډون په نږدې ټولو هیوادونو کې هغه خلکو ته تدریس کیږي چې د ویلو او اوریدلو ستونزه یا معلولیت لري.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت له یو شمېر دغو نجونو څخه دا فرصت اخیستی دی.

دا چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کوي، وايي چې له زده کړو پرته به یې راتلونکې ستونزمنه وي.

ازادي راډیو له دوو تنو دغو نجونو سره مرکې کړي، خو له نورو مرکو سره په یو څه توپیر .

مونږ دغو نجونو ته خپلې پوښتنې ورلېږلي او هغوی د خپلې کورنۍ غړو ته د اشارې په ژبه ځوابونه ورکړي او کورنیو یې د دغو نجونو پیغامونه موږ ته په غږیز ډول رالېږلي دي.

پنځلس کلنه محجوبه د پنجشیر ولایت اوسېدونکی ده چې اوس په کابل کې ژوند کوي.

نوموړې له زیږون څخه د ویلو او اوریدلو معلولیت لري.

تصویر له ارشیفه ، یو شمېر هغه افغانان چې د نه غږیدو او نه اوریدو ستونزه لري

مخکې له دې چې د طالبانو حکومت د نجونو منځني ښوونځيو وتړي، محبوبې د معلولینو لپاره په یوه ځانګړي ښوونځي کې زده کړې کولې.

اوس دا د نورو سلګونو له زده کړو بې برخو نجونو په څېر د کور په کونج کې ناسته ده.

محجوبې د خپلې خور آمنې په مرسته ازادي راډيو ته خپل نظر رالېږلی دی:

" زما خور وویل؛ زما اندېښنه دا ده چې نور نشم کولای سبق ووایم او د هغې صحنې په یاد راوړل چې زما قلم يې مات کړ او په ظالمانه ډول یې مونږ موخو ته له رسیدو منع کړو، ما له منځه لکه یخ اوبه کوي. زه دې نا معلومه راتلونکې او د ژوند ستونزمنې لارې ته اندېښمنه یم."

سپیده یوه بله افغانه نجلۍ ده چې د ویلو او اوریدلو معلولیت لري.

هغې د خپلې ترور د لور له لارې موږ ته له زده کړو څخه د بې برخې کیدو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.

سپېده له نړيوالې ټولنې غواړي، چې د طالبانو پر حکومت فشارونه دومره زيات کړي، چې دوی خپل د زده کړې حق بېرته ترلاسه کړي.

دا د سپیدې د زړه خبره ده چې د ترور لور یې راته کوي:

" زما د ترور لور ځواب دا و، چې موږ له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څخه غواړو چې پر اوسني حکومت فشار راوړي څو ښوونځي خلاص کړي، له تعصب لاس واخلي او نجونو ته دا اجازه ورکړي. نجونې د ټولنې نیمايي برخه ده او اوسني حکومت دا برخه فلج کړې. "

یو له هغو بنسټونو څخه چې په افغانستان کې د معلولیت لرونکو کسانو د مهارتونو د ودې او روزنې په برخه کې يې کار کاوه، د سویډن کمېټه وه.

د روان کال د جولای په ۱۱مه په سویډن کې د قران کریم د نسخو د سوځولو په غبرګون کې، د طالبانو حکومت په افغانستان کې د سویډن کمېټې په ګډون د سویډني بنسټونو د ټولو فعالیتونو د ځنډولو امر وکړ.

دغې کمېټې، د روان کال د چنګاښ میاشتې په پای کې اعلان وکړ، چې د طالبانو د حکومت په حکم یې خپل ځینې فعالیتونه په موقت ډول بند کړي دي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره پر نړیوالو موسسو او انجوګانو هم بندیزونه لګول شوي - ارشیف

د سویډن کمېټې یوه ښوونکي چې په افغانستان کې یې د ویلو او اوریدلو په برخه کې معلولیت لرونکو کسانو ته تدریس کاوه او نه غواړي، چې نوم یې په دې راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل:

"زه هغه کسانو ته تدریس کوم، چې نه خبرې کولای شي او نه هم اوریدلای شي.خو له درېیو میاشتو راهیسې د امارت له خوا زموږ د دفتر چارې بندې شوې دي، چې له امله یې زموږ زده کوونکي په رښتیا هم مایوسه او اندېښمن دي، هر وخت پوښتنه کوي، چې دا به کله وي چې بیا زده کړې پیل کړو؟ او مونږ یو ځل بیا هغوی ته زده کړې ورکړو، خو له بده مرغه دا مهال هیڅ خبر نشته."

د دغې کمېټې یو بل ښوونکی وایي:

"موږ ډېر ناخوښ یو او غواړو چې د ښوونځیو دروازې د معلولینو لپاره، په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې نه خبرې کولای شي او نه هم اوریدلی شي، پرانیستل شي، څو د اشارې ژبې یا بریل زده کړې وکړي، یا د دوی رواني ستونزې حل شي."

د سويډن کمېټې د ورکړل شويو شمېرو پر بنسټ، دغه کمېټه د افغانستان په ۱۸ ولايتونو کې فعاله ده او يوازې تېر کال د دغې کمېټې په ښوونځيو کې ١ لک او ٣٣ زره ماشومان په زده کړو بوخت وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

ومو غوښتل، چې د طالبانو له حکومت څخه د دې نیوکو او اندېښنو په اړه وپوښتو، خو د دغه راپور تر خپرېدو پورې، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد، د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نکړې.

د پير هرات خيريه بنسټ، مشره او د بشري حقونو فعاله فرشته نوري وايي:

" زموږ د ټولنې نیمایي برخه یې له منځه وړې، له بده مرغه نړۍ دې حالت کې چوپه خوله ده او هيڅ غږ نه پورته کوي ، زه شخصاً د معلولیت لرونکو او په ځانګړې توګه د هغه نجونو او ښځو د وضعیت په اړه ډېره اندېښمنه يم، چې نه خبرې کولای شي او نه څه اوریدلای شي. هغوي په کور کې له خپلو کورنیو سره په دې حالاتو او شرایطو کې هيڅ سرګرمي نه لري، د دوی یوازینۍ هیله، د خپل راتلونکي لپاره او یوازینی پلان د هماغه ښوونې او روزنې له لارې و، چې په ښوونځیو کې یې د ځان لپاره جوړ کړی و"

د ناشنوایانو نړیوال فدراسیون د راپور له مخې، په ټوله نړۍ کې څه باندې ۷۰ میلیونه کسان د نه اورېدلو ستونزه لري، چې له ٨٠ سلنې څخه زیات یې په مخ پر ودې هېوادونو کې ژوند کوي، دا خلک ټولټال له 300 څخه ډیرې بېلابېلې د اشارې ژبې کاروي.

اوس، د دې معلولیت لرونکو خلکو، په ځانګړې توګه د نجونو او مېرمنو اندېښنه دا ده، چې د ښونځيو په تړل کيدو به دوی ونه شي کولای، چې خپلې د اشارې ژبې زده کړې او مهارتونو ته وده ورکړي.