فایق: په افغانستان کې بشري سرغړونې دې په دقت وڅارل شي

نصیر احمد فایق، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازی

په ملګرو ملتو کې د افغانستان دایمي استازي د طالبانو له لورې د بشري حقونو د سرغړونو د څارنې د ادامې غوښتنه وکړه.

په نیویارک کې پرون له جنسیتي اپارتاید سره د مبارزې په نوم غونډه کې نصیر احمد فایق دا هم وویل چې د افغانستان له ښځو او ماشومانو سره دې بشري مرستې نه دریږي.

په دې غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتو ځانګړي استازي ریچارډ بنټ، د یوشمیر هیوادو سفیرانو او د بشري حقونو یو شمیر فعالانو برخه اخیستې وه.