'ډبلیو ایف پي' بیا اړو افغانانو ته د مرستو لپاره د یو میلیارد ډالرو غوښتنه وکړه

ارشیف: په ارزګان کې د ډبلیو ایف پي له لوري د مرستو رسونې له بهیره یو انځور

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' په افغانستان کې میلیونونو اړو کسانو ته د مرستو د دوام لپاره یو وار بیا د مالي مرستې غوښتنه وکړه.

د اسیا پسفیک لپاره د دې ادارې سیمه ییز مدیر جان ایلیف، په یوه ویډیو کې، چې پرون د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان څانګې پر خپله ایکسپاڼه خپره کړه، وویل: "په افغانستان کې ژمی په رانږدې کېدو دی او ډبلیو ایف پي له بې ساري مالي بحران سره مخامخ دی. یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو چې د ژمې په ترڅ کې له ۱۵ میلیون تنو سره مرسته وکړو."

د ملګرو ملتونو له شمېرو سره سم، په افغانستان کې ټولټال ۲۹ میلیونه خلک بشري مرستې ته اړتیا لري.

د طالبانو له لوري په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار بندیزونو له افغانستان سره د نړیوالو پر مرستو منفي اغېز شیندلی دی.