په کندز کې د کرنیزو محصولاتو نندارتون جوړ شو

ارشیف: په افغانستان کې د کرنیزو توکو د یوه نندارتون انځور

په کندز کې پرون پنجشنبې د کرنیزو محصولاتو یو نندارتون جوړ شو.

د طالبانو د کندز د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا یو ورځنی نندارتون د کرنې، اوبه لګونې او مالدارۍ ریاست په همکارۍ د نوې لار انکشافي او ټولنیزې موسسې له لوري د کورنیو د اقتصاد او کرنیزو محصولاتو د پراختیا لپاره جوړ شو.