د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی

ارشیف: د عکس ښي لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي او چپ لور ته د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی د یوه پلاوي په مشرۍ نن پنجشنبه کابل ته تللی دی.

د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت له دغه پلاوي سره د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي د لیدو کتو خبر ورکړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دغو لیدو کتو کې پر امنیتي مسئلو، پاکستان کې د افغان کډوالو پر نیولو او د تګ راتګ پر لارو د جوړو شویو خنډونو د لرو کولو په اړه خبرې او د ستونزو د مخنیوي ژمنې شوي دي.

دا پلاوی داسې مهال افغانستان ته ځي چې په دې وروستیو کې په تورخم کې د افغانستان او پاکستان د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د جګړې له کبله شاوخوا یوه اونۍ دغه لاره تړلې وه.

بل لورته په پاکستان کې دننه له افغان کډوالو سره د پولیسو زورزیاتی ډېر شوی او د کډوالو فعالانو ویلي، تېرو دوو اونیو کې اته سوه افغان کډوال نیول شوي دي.