محمد بن سلمان: عربستان له اسراییل سره د اړیکو عادي کېدو ته نږدې دی

د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان

د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان وایي، هېواد یې له اسراییل سره د اړیکو عادي کېدو ته ورنږدې دی او پر دې لور ثابت پرمختګ کوي.

هغه دغه څرګندونې پرون چهارشنبې له امریکایي فاکس نیوز تلوېزیون سره په مرکه کې وکړې.

سلمان همدارنګه خبرداری ورکړ چې که ایران اټومي وسله ترلاسه کړي نو هېواد به یې هم دا کار وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې او ویې ویل که ایران اټوم بم ولري، نو دوی یې هم باید ولري.

سلمان زیاته کړه، د امنیتي دلایلو او په منځني ختیځ کې د ځواک د انډول لپاره دا مهم دی، خو نوموړي وویل، نه غواړي چې دا شي وویني.

تهران هغه تورونه چې ګواکې د اټوم بم په لټه کې دی، رد کړي دي.