ګوټېرېش: په اوکراین کې د روسیې جګړه 'جیوپولیټیکي لانجې او اختلافونه' ډېروي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش د امنیت شورا غونډې ته د وینا پر مهال

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش وایي، په اوکراین کې د روسیې جګړه 'جیوپولیټیکي لانجې او اختلافونه' ډېروي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ګوټېرېش پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي چې د روسیې جګړه دغه راز د سیمې ثبات ګواښي او اټومي خطر زیاتوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه غونډه د دغه سازمان له عمومي اسامبلې سره همهاله جوړه شوې وه.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴مه پر اوکراین یرغل کړی چې لا هم دوام لري او د پای ته رسېدو کوم څرک یې نه ښکاري.

بل لورته د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د روسیې د ویټو د حق په وړاندې د ملګرو ملتونو په کمزورتیا خواشیني څرګنده کړې او د امنیت شورا د پراخېدو غوښتنه یې کړې.