سیرګي شویګو: د مسکو او تهران ترمنځ اړیکې یوه نوي پړاو ته رسېدلي

د ایران او روسیې بیرغونه

د روسیې دفاع وزیر سیرګي شویګو وایي، د مسکو او تهران ترمنځ اړیکې یوه نوي پړاو ته رسېدلي دي.

شویګو پرون چهارشنبه تهران ته د سفر پر مهال دا خبره کړې او په وینا یې د دوی اړیکې د لوېدیځ د ډېرو هېوادونو له مخالفت سره سره ښې شوي.

د روسیې انټرفاکس خبري اژانس د شویګو په حواله ویلي، پر روسیې او ایران د لوېدیځ له خوا د بندیزونو فشار بې ګټې دی او زیاته کړې ده چې د مسکو او تهران تعامل نوې کچې ته د رسېدو په حال کې دی.

لوېدیځ پر ایران تور پورې کوي چې روسیې ته د اوکراین د جګړې لپاره پوځي تجهیزات په ځانګړې توګه د شاهد په نوم ډرون الوتکې ورکوي، خو ایران دا تورونه رد کړي دي.