د افغان څارنوالانو شکنجه؛ یو سازمان یې په تړاو د اسنادو له راټولولو ملاتړ اعلان کړ

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان لویه څارنوالي

د انتقالي عدالت او سولې نړیوال سازمان وایي، د دې هڅو ملاتړ کوي چې د افغان څارنوالانو د شکنجه کولو اسناد راغونډېږي.

دې سازمان نن په یوه بیان کې وویل چې د امریکا د متحدو ایالتونو د څارنوالانو د ټولنې له لوري یې له اندېښنو ډک راپورونه ترلاسه کړي دي.

په دې راپورونو کې د ۲۰۲۱م کال د اګست له پنځلسمې راوروسته چې طالبان واکمنان شوي، نهه ویشت افغان څارنوالان یا د طالبانو له لوري یا د هغو جنایتکارانو له لوري وژل شوي یا شکنجه شوي چې طالبانو له زندانونو خوشې کړي دي.

طالبانو د انتقالي عدالت او سولې د سازمان د دې بیان په اړه رسماً څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې ورته تورونه رد کړي وو.

تازه د یوناما یا د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت راپور دی چې په کې ویل شوي چې تر یو زرو شپږ سوه ډېر داسې موارد یې ثبت کړي چې طالبانو په زندانونو کې خلک شکنجه کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو سره په خبرو کې دا راپور رد کړ.