د ترکیې ولسمشر د اسراییل صدراعظم سره لیدلي

د عکس ښي لور ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او چپ لور ته د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره په نیویارک کې خبرې کړي دي.

د نتانیاهو دفتر په یوه بیان کې ویلي چې دواړو مشرانو پرون د ملګرو ملتونو د کلنۍ عمومي غونډې ترڅنګ په یوه کور کې چې د ترکیې ملکیت دی، سره لیدلي دي.

د دې بیان له مخې دواړو مشرانو د اړیکو پر پراختیا او د سوداګرۍ، اقتصاد او انرژۍ په برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار کړی دی.

د دې لیدنې کتنې پر مهال دواړو یوه بل ته بلنه ورکړې چې د دوی له هېوادونو څخه په لنډ راتلونکې کې لیدنه وکړي.

له نږدې یوې لسیزې راپه‌دې خوا د ترکیې او اسراییل ترمنځ اړیکې خړې پړې وې.