اوچا: د ژمي له پیل سره، پر دوه میلیون افغان اړمنو مرستې دريږي

يو شمېر افغان بېوزلان - ارشيف

د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره، اوچا وایي روانه میاشت به دوه ملیونه نورافغانان د خوړو د نړیوال پروګرام، WFP له مرستو بې برخې شي او دا داسې مهال ده چې په افغانستان کې ژمی را روان دی او ډېرو سیمو ته لارې بندیدیږي.

اوچا نن په خپله ټولنیزه شبکه ایکس کې د خوړو د نړیوال پروګرام یو پوست بیا خپورکړې چې پکې ویل شوي په دې سره به په افغانستان کې د هغو کسانو شمیر لس ميلیون تنو ته ورسیږي، چې د بودجې د سخت کمښت له امله د خوړو له مرستو پاتې کیږي.

د خوړو د نړیوال پروګرام په وینا، د افغانستان پنځلس ميلیون وګړي نه پوهیږي چې بل ځل ډوډۍ به له کومه کوي.

دغه پروګرام ویلي، یوازې به وکولای شي د مرستو له هرو پنځو اړو کسانو څخه یوه ته د خوړو مرستې ورسوي.

نړیوال پروګرام ویلي که د بیړنو هڅو ملاتړ یې وشي، نوبه وکولای شي چې د یوه ډېر ناوړه وضعیت مخه ونیسي.