د دولسو هېوادونو اعلاميه؛ د طالبانو جنسيتي ځورونې بنسټیزه بڼه غوره کوي

د طالبانو پر وړاندې د ښځینه وو یو اعتراضي حرکت - ارشيف

د نړۍ دولسو هېوادونو یوځل بیا په افغانستان کې د طالبانو له خوا د جنسیت له مخې د ځورونې په اړه ژوره اندیښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي چې دغه ځورونې بنسټیزه بڼه غوره کوي.

د فرانسې، جرمني، هسپانیا، ډنمارک او بلجیم په ګډون دغو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د ښځو په وړاندې سیسټماټیک تبعیض روان دی او هغه پر یوه سیسټم بدل شوی او زیاتوي، په ټولنه کې د ښځو د منزوي کیدو لپاره د طالبانو اقدامات په نړۍ کې بیساري دي او کیدای شي جنسیتي ځورونه او د بشریت ضد جنایت وګڼل شي.

په اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي، چې سمدستي دي پرښځو لګول شوي محدودیتونه لیرې او د بشرپالنې د اصولو ساتنه وکړي.

د اعلامیې له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې راهیسې چې طالبان واک ته رسیدلي، ښځې او نجونې د یولړ فرمانونو په اساس چې دوی په نښه کوي، له عامه ژوند څخه ورو ورو خو یقیناً حذف شوي دي.