په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت پر یوه ساتونکي برید شوی

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت، چې د طالبانو په ولکه کې دی.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت، چې د طالبانو په ولکه کې دی، د یوه ساتونکي د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د پاکستان ځینو خبریالانو لیکلي، دوی ته سرچینو ویلي چې یوه وسله‌وال کس د تفنګچې په ذریعه د سفارت پر ساتونکي حمله کړې او بیا له هغه ځایه تښتېدلی دی.

ویل شوي، په سفارت کې د طالبانو کارکوونکو دغه موضوع د پاکستان د بهرنیو چارو وزات سره هم شریکه کړې ده.

په وروستیو ورځو کې ګڼ کسان په اسلام اباد کې دغه سفارت ته د قونسلي خدماتو ترلاسه کولو لپاره ورځي.

ویل شوي چې ټپي له لومړنۍ درملنې وروسته له روغتونه رخصت کړای شوی دی.

طالبان زیات وخت دغسې پېښې له رسنیو پټوي.