د خوړو نړیوال سازمان په افغانستان کې د خپلو مرستو بندېدو خبرداری ورکړ

ارشیف: په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان د خوارکي توکو بار موټرې

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکوي چې د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دی او که لازمه بودیجه ورته ونه رسېږي له افغانستان سره به خپلې مرستې بندې کړي.

د دې پروګرام اجرایوي مشرې سنډي مکین له 'اې بي سي' نیوز سره په خبرو کې زیاته کړه چې د خوړو نړیوال پروګرام په خپل شپېته کلن تاریخ کې د بودیجې له بې ساري کمښت سره مخ دی او په افغانستان کې دومره پیسې هم نه لري چې ان همدا اکټوبر میاشت هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ملګري ملتونه وايي، دا مهال په افغانستان کې له ۲۹ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام د لوږې سره د مبارزې په برخه کې د نړۍ تر ټولو لویه اداره ده.