'پي ټي ایم' د افغان کډوالو د نیولو په غبرګون ملګرو ملتونو ته شکایت کړی

یو شمېر هغه افغان کډوال چې په دې وروستیو ورځو کې پاکستانیو ځواکونو نیولي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي چې په پاکستان کې یې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو په غبرګون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ته یو شکایت لېږلی دی.

د پښتون ژغورني غورځنګ د حقوقي کمېټې غړي فضل رحمان اپریدي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مشر ته یو لیک په دې اړه استولی دی. دې سره زموږ نور پروګرامونه هم پلان شوي. موږ دا اواز په نړیواله کچه اوچتوو. په هېڅ صورت چې دا کوم غیر انساني، غیر اخلاقي او ناقانونه رویه چې له افغان کډوالو سره روانه ده دا موږ نه شو زغملی او د دې خلاف به غږ پورته کوو."

د 'پي ټي ایم' په لیک کې راغلي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په بېلابېلو ښارونو کې زرګونه افغان کډوال چې ښځې او ماشومان هم پکې شته نیولي او ځورولي دي.

د راپورونو له مخې پاکستاني پولیسو ځینې هغه افغانان هم نیولي چې د پاکستان ویزې هم درلودې.

په کراچۍ کې بیا پاکستاني پولیسو ویلي چې دوی ته یواځې د هغو افغانانو د نیولو امر شوی چې قانوني اسناد نه لري.