له ايران سره تبادله کيدونکي امریکايي بنديان نن له دغه هېواده ووتل

د خوشې شويو امریکايي بندیانو تصوير

پنځه امریکايي بندیان چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د بندیانو د تبادلې د معاملې په ترڅ کې له بنده خوشې شوي، نن له ایرانه ووتل.

د قطر یوې الوتکې نن دا پنځه کسان او د هغو دوه تنه خپلوان له تهران څخه قطر ته ورسول.

د دې بندیانو د تبادلې موافقه د دواړو هېوادونو ترمنځ له څو میاشتنیو خبرو وروسته ترلاسه شوه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني نن خبریالانو ته وویل، په امریکا کې د پنځو ایراني بندیانو له ډلې دوه تنه ایران ته ستنیږي، یو دریم هېواد ته ځي او دوه نور په خپله خوښه په امریکا کې پاته کیږي.

ښاغلي کنعاني زیاته کړه، چې په جنوبي کوریا کې د ایران شپږ میلیارده ډالره کنګل شوې شتمني هم قطر ته سپارل شوې ده.