د پاکستان سرپرست صدراعظم ملا حسن آخوند ته ليک استولی

د پاکستان سرپرست صدراعظم، انورالحق کاکړ

د پاکستان سرپرست صدراعظم د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا په نوم په یوه لیک کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو په اړه د خبرو غوښتنه کړې.

د راپورونو له مخې، انوارالحق کاکړ ملامحمد حسن آخوند ته په دې لیک کې د هغو امنیتي او اقتصادي ستونزو یادونه کړې چې دواړه هېوادونه ورسره مخامخ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ په تورخم کې د طالبانو له خوا د یوې پوستې د جوړولو پر سره د دواړو خواوو د ځواکونو ترمنځ نښته وشوه او ورپسې تورخم دروازه د څه باندې یوې اونۍ لپاره بنده شوه.

پاکستان همداراز شکایت لري، چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې پټنځایونه لري.

دا ادعا د طالبانو حکومت رد کړې ده.