ايران: امریکا سره نن بندیان تبادله کوو

د ايران او امریکا متحده ایالاتو بيرغونه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دوی او امریکا ترمنځ د زندانیانو تبادله نن دوشنبه ترسره کیږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني نن خبریالانو ته ویلي چې پنځه امریکایي زندانیان به څو ساعته وروسته له ایرانه قطر ته روان شي.

د کنعاني په خبره، په امریکا کې د زنداني شویو پنځو ایرانیانو له ډلې دوه یې ایران ته ستنیږي، یو یې دریم هېواد ته ځي او دوه نور یې په خپله خوښه متحده ایالتونو کې پاته کیږي.

له دې سره همهاله، په جنوبي کوریا کې د ایران د شپږ میلیارده ډالره کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو خبر هم ورکړل شوی دی.