ګوتیریش: د افغان نجونو پر زده کړو بندیز نه توجیه کیدونکې بشري سرغړونه ده

د کابل پوهنتون مخه، طالبان او له زده کړو منع شوې نجلۍ - ارشيف

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش یوځل بیا ښوونځیو ته د افغان نجونو د تګ غوښتنه کړې ده.

ګوتیریش نن پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې " د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې له ښونځیو تر شپږم ټولګي پورته نجونو د راګرځولو دوه کاله پوره شول."

ګوتیریش زیاته کړې، چې له ښوونځیو د نجونو منع کول له بشري حقونو یوه نه توجیه کېدونکې سرغړونه ده، چې په ټول هېواد کې د اوږدمهاله زیانونو لامل کیږي.

د طالبانو حکومت واک ته له رسېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته ښونځیو نه منع کړې او تېر کال دسمبر کې یې د هغوی پوهنتونونه هم بند کړل.

د طالبانو چارواکي استدلال کوي، چې د شرایطو تر رامنځته کېدو پورې به د نجونو ښونځي او پوهنتونونه بند وي، خو معلومه نه ده چې دا کار به یې څومره نور وخت نیسي.