د ایران امنیتي ځواکونو څه باندې ۲۶۰ کسان نیولي

ایراني ځواکونه د عملیاتو پر مهال

په ایران کې محلي رسنیو د امنیتي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې وايي، د مهسا امیني د مړینې د لومړي کال پوره کېدو په مناسبت یې څه باندې ۲۶۰ کسان نیولي دي.

چارواکو په دغه هېواد کې د نویو اعتراضونو د مخنیوي لپاره سخت محدودیتونه لګولي دي.

د ایران شرق ورځپاڼې پرون یکشنبه راپور ورکړی چې دغه ۲۶۰ کسان د ۲۴ ساعتونو پر مهال نیول شوي دي.

د شنبې په ورځ د ځوانې ایرانۍ کردۍ مهسا امیني د مړینې یو کال پوره شو، هغه په تهران کې د ګشت ارشاد پولیسو په بشپړ ډول د حجاب د نه رعایت په تور نیولې وه او د پولیسو په توقیف کې یې ساه ورکړه.

دې پېښې په ټول ایران کې تاوتریخجن اعتراضونه وپارول چې د ایران په معاصر تاریخ کې تر ټولو پراخ اعتراضونه ګڼل شوي دي.