په لیبیا کې د ترافیکي پېښې له کبله څلور یوناني مرستندویان مړه شوي

د لیبیا سېلاب ځپلې سیمه کې ژغورونکې ډلې د یوه مړي لېږدولو پر مهال لیدل کېږي.

د یونان د ژغورنې ډلې څلور غړي چې لیبیا ته د مرستې لپاره تللي وو، پرون یکشنبه په ترافیکي پېښه کې مړه شوي دي.

د لیبیا په ختیځ کې د حاکم حکومت روغتیا وزیر عثمان عبدالجلیل ویلي، دغه کسان هغه وخت مړه شول، چې موټر یې له بنغازي څخه سېلاب ځپلې سیمې درنا ته روان و.

د هغه په وینا، په دې مرستندویه ډله کې څه باندې ۱۹ کسان شامل وو چې ۴ یې مړه شول او ۱۵ نور ټپیان شول.

په درنا کې د سپټمبر پر لسمه تر سختو اورښتونو وروسته سېلابونه وبهېدل چې تر اوسه یې د ملګرو ملتونو په وینا تر ۱۱زرو ډېر کسان مړه کړي دي.

په لیبیا کې چې په تېلو غني دی، له ۲۰۱۴م کال راهیسې د سیالو حکومتونو ترمنځ کړکېچ روان دی.

یو یې د دغه هېواد پر ختیځ او بل یې د پلازمېنې طرابلس په ګډون د لیبیا پر لوېدیځ واکمن دی.