ډبلیو ایف پي: د میلیونونو افغانانو د ژغورلو لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا ده

يو شمېر افغان فقر ځپلې مېرمنې

د خوړو نړیوال پروګرام با 'ډبلیو ایف پي' یو ځل بیا میلیونونو افغانانو ته د بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دوی نه شي کولای دا هېواد یوازې پرېږدي.

دغه سازمان پرون په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د سخت ژمي په درشل کې د میلیونونو افغان کورنیو د ژغورلو لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

د دغه سازمان په وینا، ناامنیو، وچکالۍ او اقتصادي بحران افغانستان سخت زیانمن کړی دی.

تر دې مخکې د خوړو نړیوال سازمان اعلان کړی و چې د بودیجې د نشتوالي له امله یې په افغانستان کې له لسو میلیونو وګړو سره مرستې بندې کړي دي.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې دا مهال څه باندې ۲۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.