د کابل-جلال اباد لویه لار له غره څخه د تېږو د د ښویېدو له کبله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس نن پر خپل ایکسپاڼه په دې اړه خبر ورکړی دی.
په خبر کې د طالبانو د فواید عامې وزارت په حواله ویل شوي، دا لار د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
په خبر کې د ټول مسافرو او موټرچلونکو غوښتل شوي چې پر دې لویه لار کې د تګ راتګ څخه تر بلې خبرتیا ډډه وکړي.
د راپورونو پر بنسټ، په ورځني ډول په زرهاوو مسافر او موټرچلونکې د کابل- جلال اباد پر لویې لارې تګ راتګ کوي.