طالبانو په دوو کلونو کې ۲۵ رسنيو ته د فعاليت جوازونو د ورکولو ادعا وکړه

په کابل کې د یوې رسنۍ نیوز روم

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین ادعا کوي چې په تېرو دوو کلونو کې ۲۵ رسنيو ته د فعاليت جوازونه ورکړل شوي دي.

باختر اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، نن د مهاجر فراهي څرګندونې خپرې کړي چې ویلي یې دي، اوسمهال په هېواد کې ٣٦٤ صوتي او انځوريزې رسنۍ فعاليت لري.

تر دې مخکې د رسنیو ملاتړو بنسټونو ویلي وو چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته شاوخوا ۵۰ سلنه رسنۍ تړل شوي او تر ۶۰ سلنه ډېرو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې دوې اوونۍ مخکې په خپل راپور کې ویلي وو، طالبانو د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې په افغانستان کې لږترلږه ۶۴ خبریالان د دوی د دندې له امله نیولي دي.

بلخوا د بې پولې خبریالانو نړیوال سازمان هم تېره میاشت په خپل راپور کې ویلي وو، تېرو دوو کلونو کې د ۱۲۰۰۰ خبريالانو له ډلې دوه پر درې برخې يې د خپلو دندو پرېښودو ته اړ شوي چې په سلو کې ۸۰ يې ښځينه خبريالانې دي.