د ایران له‌خوا د ملګرو ملتونو د مفتشانو د جوازلیکونو لغوه کولو غبرګونونه پارولي

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې عمومي مشر رافایل ګروسي

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې پرون د ایران هغه اقدام 'غیرمتناسب او بې‌ساری' وباله چې د دې ادارې د ګڼو تجربه کارو مفتشانو د فعالیت جوازونه یې لغوه کړل.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په ځواب کې ویلي، دغه اقدام د امریکا د متحدو ایالتونو، فرانسې، جرمني او بریتانیا د 'سیاسي ناوړه استفادې' په ځواب کې شوی دی.

خو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې عمومي مشر رافایل ګروسي ویلي، د ایران دغه اقدام به د خپلو چارو پرمخ بېولو لپاره د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې پر ظرفیت ناوړه اغېزې ولري.

ګروسي په یوه اعلامیه کې ویلي، ایران ورته د خپلې هغې پرېکړې په باب اطلاع ورکړې چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د ګڼو مفتشانو جوازلیکونه یې لغوه کړي دي.

دغه مفتشان د موجوده موافقې له مخې په ایران کې د اټومي فعالیتونو د تصدیق او څار لپاره ګمارل شوي وو.

د رافایل ګروسي په وینا، د دې پرېکړې له مخې د ایران لپاره د دې ادارې په درېیو ګمارل شویو مجربو مفتشانو کې د یوه مفتش کاري جواز لغوه شوی دی.

د نړۍ پیاوړو قدرتونو په ۲۰۱۵م کال کې له ایران سره اټومي موافقه لاسلیک کړه چې له مخې یې ایران د اقتصادي بندیزونو د لیرې کېدو په بدل کې خپل اټومي پروګرام محدود کړی و.