سپینه ماڼۍ: د طالبانو مشروعیت لپاره افغان ښځو ته د تعلیم ورکولو حق شرط دی

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند وایي، د طالبانو د نړیوال مشروعیت لپاره افغان نجونو او مېرمنو ته د تعلیم ورکولو حق شرط دی.

جان کربي پرون امریکا غږ ته وویل چې طالبان د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني او که طالبان په رسمیت پېژندل غواړي باید خپلې ژمنې پر ځای کړي چې په دې ژمنو کې د نجونو او مېرمنو د زده کړو مسئله هم شامله ده.

طالبانو تر دوهم ځلي واک ته رسېدو مخکې ویلي وو چې افغان نجونو او مېرمنو ته به د شریعت له مخې ټول حقوق ورکوي، خو کله چې واکمنان شول، له شپږم ټولګي ورپورته یې د نجونو ښوونځي بند کړل، بیا یې د تېر میلادي کال په وروستیو کې د پوهنتون دروازې هم د نجونو په مخ وتړلې، همداراز یې په ګڼو موسسو کې د ښځو د کار مخه ونیوله.