د مهسا امیني لومړی تلین؛ په ایران کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي

پروسږ کال په دې ورځ مهسا امیني وروسته تر دې د تهران په یوه روغتون کې ساه ورکړه چې د پولیسو په توقیف کې کوما ته تللې وه.

نن د ایرانۍ کردۍ ۲۲ کلنې مهسا امیني لومړی تلین دی.

په ایران کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

تېره شپه د ایران په مختلفو سیمو کې ځای ځای مظاهرې وشوې او د ښځو د حقونو په خاطر د ایران مشر وغندل شو.

د پلازمېنې تهران په ځینو سیمو کې او په لویو ښارونو کې لکه په شمال ختیځ کې په مشهد، په جنوب کې په شیراز کې مظاهره چیان راووتل او شعارونه یې ورکړل چې مرګ په دیکتاتور او ښځه، ژوند، ازادي.

پروسږ کال په دې ورځ مهسا امیني وروسته تر دې د تهران په یوه روغتون کې ساه ورکړه چې د پولیسو په توقیف کې کوما ته تللې وه.

د دې تر مړینې وروسته د اعتراضونو پر مهال شاوخوا پنځه سوه تنه ووژل شول او ګڼ کسان زنداني شول چې یو شمېر یې په اوږده حبس محکوم شوي دي.