امریکا په کابل هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ کال د شوي برید په اړه د بیا تحقیقاتو امر کړی

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه د کابل هوايي ډګر د ابي‌ګیټ په پېښه کې د ۱۳ امریکايي عسکرو په ګډون له ۱۷۰ تنو ډېر ملکي افغانان وژل شوي وو.

د امریکا متحده‌‌ایالاتو د دفاع وزارت مرکزي قوماندانۍ د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ کال د اګست ۲۶مې برید په اړه له ۲۲ امریکايي سرتېرو سره د بیا مرکې امر کړی.

د ابي‌ګیټ په پېښه کې د ۱۳ امریکايي عسکرو په ګډون له ۱۷۰ تنو ډېر ملکي افغانان هم ووژل شول.

د متحده‌ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال ایریک کوریلا وروسته تر دې دا امر کړی چې کېدای شي د دې برید د څېړنې پر مهال ځینې لومړني معلومات بابیزه ګڼل شوي وي.

اسوشېټېډپرېس د کوریلا له قوله لیکي، له زیاتو هغو سرتېرو سره دې مرکه وشي چې په دې پېښه ټپیان شوي وو.

د دې تحقیقاتو امر داسې مهال ورکول کېږي چې د ولسمشر بایډن حکومت له افغانستان په بېړه د امریکايي عسکرو د ویستو په برخه کې د جمهوري غوښتونکو له سخت فشار لاندې دی.

په ورته وخت کې د ابي‌ګیټ په پېښه کې د وژل شویو او ټپیانو سرتېرو له ډلې د ځینو کورنیو شکایت کړی چې پنټګان د دې پېښې په اړه په پوره شفافیت معلومات نه‌دي ورکړي.

د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ د دې پېښې له څېړنې وروسته وویل، د کابل هوايي ډګر په ابي‌ګیټ کې خراب امنیتي وضعیت ته په کتو سره چې ډېر شمېر افغانان د تخلیې لپاره هلته راټول شوي وو، دا برید په تاکتیکي کچه د مخنیوي وړ نه‌و.