د تورخم دروازې پرانیستلو ته د خلکو غبرګونونه
Your browser doesn’t support HTML5
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازه نن جمعه د سپټمبر پنځلسمه بېرته پرانیستل شوه.
دغه دروازه د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ تر نښتې وروسته د نهو ورځو لپاره تړل شوې وه.
د دې دروازې په بندېدو سره زرګونه کسان له ستونزو سره مخ شول او د دواړو هېوادونو سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان واوښت.