د مهسا امیني د مرګ لومړی تلین؛ ایران ۱۸ فعالان نیولي

مهسا امیني د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په ۱۶ د تهران د ارشاد پولیسو په توقیف کې ساه ورکړه او دې پېښې په ټول ایران کې پراخې مظاهرې وپارولې.

د مهسا امیني د مرګ د لومړي تلین د پوره کېدو په درشل کې لږ تر لږه اتلس تنه فعالان د ایران په بېلابېلو ښارونو کې نیول شوی.

ایراني چارواکو د مهسا امیني د تلین د نمانځلو په درشل کې د فعالانو او هغو خلکو نیول او ځپنه پیل کړې چې غواړي مظاهرې پیل کړي.

مهسا امیني د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په ۱۶ د تهران د ارشاد پولیسو په توقیف کې ساه ورکړه او دې پېښې په ټول ایران کې پراخې مظاهرې وپارولې.

مهسا امیني د ایران د کردستان ښار د سقز اوسیدونکې وه چې تهران ته په سفر کې د حجاب د نه رعایت له امله نیول شوې وه.

په دې یو کلنو مظاهرو او لاریونو کې د حکومتي ځواکونو په لاس د څه باندې ۵۰۰ مظاهره چیانو د وژل کېدو او د زرګونه نورو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي.

د ایران د بشري حقونو مدافع ټولنو ویلي چې د ایران په خوزستان او ختیځ اذربایجان کې چې عمدتاً کرد مېشتي دي او هم په بلوڅ میشتي زاهدان ښار کې تېر یو کال د حکومت له خوا په خلکو ډېر زور زیاتی شوی.