اسیا جام سیالۍ؛ سریلانکا پاکستان ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته لار ومونده

د پاکستان او سریلانکا د لوبو یو انځور

د کرکټ په اسیا جام کې سریلانکا وتوانېد پاکستان ته ماتې ورکړي او پایلوبې ته لار پيدا کړي.

سریلانکا د اتو لوبغاړو په سوځېدو د پاکستان د ۲۵۲منډو هدف ترلاسه کړ.

په دې سره پاکستان له اسیا جام بهر شو او تمه ده په پایلوبه کې را روانه یکشنبه سریلانکا له هند سره لوبه وکړي.

د اسیا په جام کې دا وار افغانستان هېڅ لوبه ونه ګټله که څه هم ځینې یې په ډېر کم توپیر وبایللې.