منظور پښتین په پاکستان کې د افغان کډوالو نیونې او ځورونې وغندلې

په کراچۍ کې نیول شوي افغانان چې په لاسونه یې په ځنځیرونو تړل شوي دي. 13.09.2023

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په پاکستان کې د افغان کډوالو نیونې او ځورونې وغندلې.

پښتین پرون پنجشنبې په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې له 'بې وسه افغانانو' څخه دې د کابل د واکمنانو غچ نه اخیستل کېږي.

ده په پاکستان کې روانو ناکراریو په اړه ویلي چې د پاکستان د ناامنۍ مسوولیت کډوال افغانان نه بلکې هغه کسان دي چې د کابل د سقوط په خوشالۍ کې یې چایونه څښل.

د پښتین اشاره د پاکستان د استخباراتو پخواني ريیس حمید فیض ته وه چې د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته کابل ته لاړ او د چایو پیاله یې په ټولنیزو رسنیو کې ډېره مشهوره شوه.