پاکستان کې بمي چاودنه؛ د پخواني سناتور حافظ حمدالله په ګډون ۸ کسان ژوبل شوي

حافظ حمدالله د جمعیت علمای اسلام 'ف' ګوند لوړپوړی غړی دی.

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ کې نن یوې بمي چاودنې د پخواني سناتور حافظ حمدالله په شمول اته کسان ژوبل کړي.

حافظ حمدالله د جمعیت علمای اسلام 'ف' ګوند لوړپوړی غړی دی.

د مستونګ پولیسو په بیان کې ویلي چې د حافظ حمدالله کاروان له کوټې څخه د مستونګ پر لوري روان وو چې د چوټو پوستې په سیمه کې د چاودنې هدف وګرځېد.

د مستونګ انتظامي مشر عبدالرزاق ساسولي رسنیو ته ویلي چې ټول ژوبل کسان د مستونګ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

دی زیاتوي چې د حافظ حمدالله روغتیايي حالت له خطره بهر دی او تر لومړنیو طبي مرستو وروسته کوټې ته لېږدول شوی دی.

پولیس وايي، تر اوسه د چاودنې نوعیت نه دی معلوم، خو زیاتوي چې سرتېرو یې په سیمه کې پلټنې پیل کړې دي.

د مستونګ د چاودنې مسوولیت لا چا نه ده منلی.