کرکټ اسیا جام سیالۍ؛ پاکستان او سریلانکا خپلو کې برخلیک ټاکونکې لوبه کوي

د سریلانکا او پاکستان د یوې مخکېنۍ لوبې انځور

د کرکټ په اسیا جام کې نن د پاکستان او سریلانکا لوبډلې لوبه کوي.

د سریلانکا او پاکستان لوبډلې به د سریلانکا پلازمېنه کولمبو کې لوبه وکړي.

دغو دواړو لوبډلو د اسیا جام د څلورو غوره لوبډلو یا سوپر فور په پړاو کې یوه لوبه ګټلې او یوه یې بایللې ده.

په لوړ توپیر د نننۍ لوبې ګټل دواړو لوبډلو ته خورا اهمیت لري ځکه ښايي له هند سره پایلوبې ته چانس پیدا کړي.

هند بیا په سوپر فور کې دوه لومړنۍ لوبې ګټلي او راساً پایلوبې ته وتلی دی.

تمه ده پایلوبه د سپټمبر په ۱۷مه وشي.