یو افغان سرتېری له څو میاشتو بند وروسته امریکا د کډوال په توګه ومانه

ارشیف: د افغانستان د تېر نظام سرتېري د عملیاتو پر مهال

د افغانستان د تېر نظام یو سرتېری چې د طالبانو له حکومته تښتېدلی و او د ټکساس او مکسیکو پولې ته یې ځان رسولی و، له څو میاشتو راهیسې په بند کې و، خو د ده ورور پرون وویل چې اوس د امریکا متحد ایالتونو د کډوال په توګه منلی دی.

۲۷ کلن عبدالواسع ساپی له هغو لسګونو زره افغانانو څخه دی چې د ۲۰۲۱م کال د اګست له میاشتې راوروسته د امریکا متحد ایالتونو ته تللی دی.

عبدالواسع ساپی چې د امریکا متحد ایالتونو پولې ته رسېده، له څه باندې لسو هېوادونو تېر شوی و.