د فلسطینیانو په یوه کمپ کې د نښتې له کبله ۷ کسان وژل شوي

د لبنان په جنوب کې د صیدا ښار ته څېرمه د عین‌الحلوه په نوم د کډوالو په کمپ کې له نږدې اوونۍ راهیسې شخړې په زیاتېدو دي.

د فلسطین د سرې میاشتې د لبنان څانګې خبر ورکړ چې د فلسطینیانو په ستر کمپ کې د اوربند له ماتېدو سره سم د چهارشنبې په ورځ په جګړه کې اووه تنه ووژل شول.

د لبنان په جنوب کې د صیدا ښار ته څېرمه د عین‌الحلوه په نوم د کډوالو په کمپ کې له نږدې اوونۍ راهیسې شخړې په زیاتېدو دي.

هلته د فتح په نوم افراطي تحریک له حماس پرته له نورو بنسټ‌پالو ډلو سره په نښتو کې ښکېل دی.

وروسته تر دې چې په ۱۹۴۸م کال کې له جګړو وروسته د اسراییل دولت تاسیس شو، دغه کمپ ته فلسطینیان ورمات شول.