د خوړو نړیوال سازمان: په افغانستان کې باید د یوه بشري ناورین مخه ونیول شي

ارشیف: په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' یوځل بیا خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې له هرو پنځو کسانو چې مرستو ته اړ دي، یوه ته یې مرستې رسولی شي.

د دې پروګرام د افغانستان څانګې پرون په ټولنیزه شبکه ایکس کې وویل چې په افغانستان کې باید د یوه بشري ناورین مخه ونیول شي او هغه مالي بودیجه ورته برابره شي چې دې پروګرام یې غوښتنه کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام له دې مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې د ژمي له رارسېدو د مخه له زیانګالو کسانو سره د مرستو لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

د روانې سپټمبر میاشتې په پیل کې د خوړو نړیوال پروګرام اعلان وکړ چې د بودیجې د کموالي له امله مجبوره شوي چې پر لس میلیون وګړو د خوړو مرستې ودروي او یوازې درې میلیون وګړو ته د خوړو بېړنۍ مرستې ورسوي.