د کډوالۍ نړیوال سازمان د کونړ او ننګرهار سېلاب ځپلو سره مرسته کړې

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا 'آی او ایم' په کونړ او ننګرهار کې له سېلاب ځپلو سره د مرستو خبر ورکوي.

د دې سازمان د افغانستان څانګې پرون چهارشنبې په خپله ایکس پاڼه کې ویلي چې په دغو ولایتونو کې د سختو بارانونو په نتیجه کې سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې زیانونه رسولي دي.

دغه سازمان ویلي، ټیمونو یې په کونړ او ننګرهار کې له زیانمن شویو سره د خیمو، کمپلو، د سولري تختو او بېړنیو سرپناوو مرسته کړې ده.

په دې اړه چې دغه مرستې له څومره زیانمن شویو کورنیو سره شوي، نور جزییات نه دي ورکړل شوي.