ملګري ملتونه: د طالبانو په واکمنېدو سره تر ۶ لکه ډېر افغانان پاکستان ته تللي

ارشیف: په پاکستان کې افغان کډوال

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د دفتر ویاند قیصرخان افریدي وایي، له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، د اټکل له مخې له ۶ لکه زیات افغانان دې هېواد ته ورغلي.

هغه د ترکیې انادولیا خبري اژانس ته پرون چهارشنبې وویل چې په دې سربېره دې هېواد ۱،۳ میلیونه افغانانو ته په خپله خاوره کې پناه ورکړې او دا هغه افغانان دي چې راجستر شوي یعنې حکومت کارټونه ورکړي دي.

هغه ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې له ۱۶ زره زیات افغانان هم د کډوالو د کمېشنیرۍ په مرسته په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د راپور له مخې په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان حکومت یوځل شاوخوا ۸۸۰ زره افغان کډوالو ته کارټونه ورکړل چې د اعتبار موده یې روان کال پای ته رسېږي.

د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاند وویل، له پاکستاني چارواکو سره خبرې مخ ته وړي چې د افغان کډوالو کارټونه تمدید کړي.

دا په داسې حال کې چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د وروستیو شخړو په ترڅ کې پاکستاني چارواکو په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو پروسه تېزه کړې ده.