په بدخشان کې د ترافیکي پېښې له کبله یو تن مړ او ۲ نور سخت ټپیان شوي

ارشیف

په بدخشان ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې یو تن مړ او ۲ نور سخت ټپیان شوي دي.

د بدخشان لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ مسوولانو د ازادۍ راډیو ته خبریال ته ویلي چې دغه پېښه پرون ماسپښین د بهارک- فیض اباد ترمنځ پر لار، له سړک نه د کرولا ډوله موټر د اوښتو له کبله شوې ده.

د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د ټرافیکي اصولو نه رعایت او د سړکونو خرابروالی په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو عمده علتونه ګڼل کېږي.