د افغانستان یو پخوانی چارواکی: وضعیت د کورنۍ جګړې خوا ته روان دی

د افغانستان د تېر جمهوري نظام وروستي لوی درستیز هبت اله علیزي

د افغانستان د تېر جمهوري نظام وروستي لوی درستیز ویلي، په افغانستان کې وضعیت د کورنۍ جګړې خوا ته روان دی.

هبت الله علیزي په هغه مرکه کې چې د هند، انډیا ټوډې ورځپاڼې پرون خپره کړې ویلي، طالبان پر ډلو ډلو وېشل شوي او افغانستان، د بهرنیو تروریستي ډلو په خوندي ځای په بدلېدو دی.

د افغانستان پخواني لوی درستیز تور لګولی چې په افغانستان کې ځینې د تروریستي سازمانونو شمېر په زیاتېدو دی.

که څه هم د طالبانو د حکومت ویندویانو د هبت الله علیزي پر خبرو تبصره نه ده کړې، خو تر دې مخکې یې په افغانستان کې د بهرنیو تروریستي ډلو د موجودیت راپورونه رد کړي وو.