د طالبانو یو پلاوی د برښنا د قرارداد د تمدید لپاره ایران ته ځي

افغانستان خپله زیاته برښنا له ګاونډیو هېوادونو له دې ډلې ایران، تاجکستان او ازبکستان څخه واردوي.

ټاکل شوې، د طالبانو د حکومت یو پلاوی له افغانستان سره د برښنا د قرارداد د تمدید لپاره ایران ته سفر وکړي.

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې دا پرېکړه د طالبانو د اوبو او انرژۍ د سرپرست عبداللطیف منصور او د ایران د بهرنیو چارو د وزیر علي اکبر محرابیان ترمنځ په ټیلیفوني خبرو کې شوې ده.

د ایران رسنیو پرون راپور ورکړی، چې په دغو خبرو کې د برېښنا د قرارداد پر تمدید او په هرات کې د برښنا د پرچاوۍ پر ستونزو هم بحث شوی دی.

افغانستان خپله زیاته برښنا له ګاونډیو هېوادونو له دې ډلې ایران، تاجکستان او ازبکستان څخه واردوي، چې زیات وخت په کوربه هېوادونو کې د برښنا د مصرف له زیاتېدو سره د وارداتي برښنا بهیر ټکنی کېږي.