هندي رسنۍ: افغانستان ته د هند له لوري د ۵۰زره ټنه غنمو لېږد بشپړ شو

ارشیف: افغانستان سره د هند د مرسته شویو غنمو کاروان

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د دې هېواد حکومت له ژمنې سره سم افغانستان ته پنځوس زره ټنه غنم او ځینې نورې اړینې مرستې رسولي دي.

هند د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۴مه غونډه کې چې پرون په جینوا کې پرانیستل شوه، په یوه اعلامیه کې وویل چې پر غنمو سربېره یې د دوه سوه ټنه واکسینونو او نورو روغتیایي وسایلو او د طبعي پېښو له زیانمن شویو سره ۲۸ ټنه مرسته کړې ده.

په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې هند د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او د خپلو مرستو په بدل کې یوازې غواړي چې دا هېواد له سولې او ثبات څخه برخمن شي.

هند چې د افغانستان د ړنګ شوي حکومت یو نږدې شریک ګڼل کېده، افغانستان ته یې د خپلو مرستو بهیر په ۲۰۲۲ کال کې پیل کړ.

هند افغانستان ته د غنمو او نورو مرستو د بشپړولو خبره داسې مهال کوي چې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د افغانستان نږدې دېرش میلیون وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.